د وزيراعظم عمران خان په مشرې کښې د معدنياتو ترقۍ پروګرام په حواله غونډه شوې

د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د معدنياتو ترقۍ پروګرام په حواله اجلاس شويدے چي پکښې وفاقي وزيرانو او متعلقه چارواکو ګډون کړيدے، وزيراعظم ته ملک قدرتي وسائلو ترقۍ پروګرام په حقله تفصيلې بريفنګ ورکړي شويدي، وزيراعظم وئيلې دې چې ملک د قدرتي وسائلو نه ډک دے او دے وسائلو نه فائده اخستل د حکومت اولنۍ ترجيح ده

د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې ملک د معدنياتو او قدرتي وسائلو ترقۍ پروګرام په اړۀ د اعلي پائي غونډه شويده، اجلاس کښې وفاقي وزيرانو اسد عمر او حماد په شمول متعلقه چارواکو ګډون کړے وو اجلاس ته د معدني ترقياتي پروګرام نکاتو او مجوزه اقداماتو په حقله بريفنګ ورکړي شو، اجلاس ته ووئيل شو چې د معدنياتو او قدرتي وسائلو شعبو ته ورپيښ انتظامي او قانوني مسائلو، سرمايه کارۍ او ماحولياتي تحفظ لاندے معدني ترقياتي پروګرام جوړولې شي وزيراعظم ته ملک کښې د معدنياتو او قدرتي وسائلو او زخائرو په حقله هم تفصيلې بريفنګ ورکړې شو، وزيراعظم متعلقه چارواکو ته معدني ترقي پروګرام ته زر تر زره حتمي شکل ورکولو امر اوکړو او ووئيل چې ملک د قدرتي وسائلو نه ډک دے او دے نه فائده اچتول د حکومت اولين ترجيحات کښې شامل ده