د وزيراعظم په مشرۍ کښې د ايکنک او د کابينې اقتصادى رابطه کميټو غونډې شوى

0
24

د وزيراعظم شاهدخاقان عباسى په مشرۍ کښې د ايګزيکټيو قومى اقتصادى کونسل او د کابينې اقتصادى رابطه کميټو غونډې شوى چې پکښې مومندډيم هائيډرو پاور منصوبې او د يو ارب اووه اويا کروړ روپو رمضان ريليف پيکج منظورى ورکړې شوېده
وزيراعظم هاؤس کښې شوى د قومى اقتصادى کونسل د ايګزيکټيو کميټۍ په اجلاس کښې د اربونو روپو د توانائۍ او انفراسټرکچر منصوبو منظورى ورکړې شوېده
اجلاس په مهال مومند ډيم هائيډرو پاور منصوبې منظورى ورکړى شوى چې به پرې درې سوه نهـ ارب روپۍ خرچه راځى
دې منصوبې نه به اته سوه ميګاه واټ بجلى پيدا کيږى او پنځلس سوه څلور نوى بلين کيوبک ميټر اوبه به هم ذخيره کولے شى
ايکنک غونډه کښې د شپاړس ارب روپو نه زيات پشاور موړ نيوائيرپورټ ميټرو انفراسټرکچر منظورى هم ورکړېده
دغه رنګ ګوادر کښې د صفا اوبو فراهمې لپاره د پنځه ارب روپو منصوبې شورو کولو منظورى هم ورکړې شوېده
دې نه آګاهو د کابينې اقتصادى رابطه کميټۍ غونډه شوى چې پکښې يوټيلټى سټور رمضان ريليف پيکج لپاره يو ارب اووه اويا کروړ روپو منظورى ورکړې شوېده
د اجلاس دوران د تماکو په نرخ نظرثانى کولومنظورى هم ورکړې شوېده