د وزیراعظم عمران خان کوارډینيټر احمد خان نیازي د پاک افغان پوله انګور اډه دوره کړی

د وزیراعظم عمران خان کوارډینيټر احمد خان نیازي د پاک افغان پوله انګور اډه دوره کړی

د وزیراعظم عمران خان کوارډینيټر احمد خان نیازي د جنوبي وزيرستان پاک افغان پوله انګور اډه دوره کړی او هلته يې د دوه اړخيزه تجارت، بارډر فینسنګ او ترقیاتي چارو جاج اخیستی.
انګور اډه ته په رسېدو د 131 ونګ کمانډر کرنل جنید او کیپټن عصمت الله نیازي د وزیراعظم کوارډینیټر استقبال اوکړو.
په دې موقع احمد خان نیازي ته فوجي چارواکو د تجارتي هلو ځلو، باړ، امن و امان او د پرمختګ په چارو تفصيلي بريفنګ ورکړو.
فوجي چارواکو او ځوانانو سره د خبرو په وخت احمد خان نیازي ملک لپاره د پاک فوځ قربانيانې وستایلې او وو یې ویل چې په وزیرستان کې به ډیر ژر د ترقۍ د نوي دور آغاز کیږي او دا چی حکومت به په هيڅ صورت د وزیرستان خلک مايوسه نکړي.
روستو احمد خان نیازي او د وزیراعلی پنجاب د راولپنډۍ شکایات سیل چیرمین اکبر خان تنولی د سیاحتي مقام کانیګرم هم تفصيلي دوره اوکړو ع. دواړو مشرانو هلته د سیمې سپین روبو سره لیده کاته اوکړل او جرګه کې يې شرکت اوکړو.
جرګې ته د وینا په مهال احمد خان نیازي وویل چې د وزیراعظم په هداياتو دلته راغلې يم چې د خلکو ستونزې معلومې کړم.
هغه مشرانو ته باور ورکړو چې مسايل به يې په ترجیحي بنيادونو حل کېږي