د وزیراعلى خيبرپښتونخوا مشرې کښې د پراونشل پاپوليشن ټاسک فورس دريم اجلاس شوے

د وزیراعلى خيبرپښتونخوا مشرې کښې د پراونشل پاپوليشن ټاسک فورس دريم اجلاس شوے،چې پکښې په صوبائي اراکينو مشتمله د يو کميټۍ جوړولو فيصله هم شويده، چې مقصد ئې ابادۍ کښې اضافي مخنيوے او په وسائلو کښې د توازن پيدا کولو لپاره مانيټرنګ اينډ ايوالوويشن فريم ورک په اړه وفاقي حکومت ته خبرتيا ورکول دي

وزيراعلي هاوس کښې رابللے شوي دغه پراونشل پاپوليشن ټاسک فورس اجلاس کښې په تير اجلاس او د هغي د کار په اړه جاج هم اخستے شوې، اجلاس کښې کميټي ټاکلے شوي کوم به چې په ايکشن پلان په غوره انداز کښې عملدرامد يقيني کوي،او صوبائي حکومت ته به قابل عمل او مضبوط تجاويز وړاندي کوي، کميټۍ کښې وزيرصحت تيمور سليم جهګړا،وزيرتعليم شهرام ترکۍ،بلدياتو وزيراکبر ايوب،معاون خصوصي کامران بنګش،معاون خصوصي بهبودابادي محمد حسين شاه،او معاون خصوصي برائے مذهبي امور ظهور شامل دي، اجلاس کښې په دې خبره زور راوړلے شوے چې فيملي پلاننګ سروسز ته په اسانه رسائي يقيني کولولپاره دصحت ټولي اداري پابند کړے شويدي، او نجي طبي ادارو ته هم د فيملي پلاننګ سروسز يقيني کولو هدايات جاري کړے شويدي، اجلاس ته وئيلي شويدي چې خيبر پښتونخوا کښې دوه سوو فيملي ويلفئير سنټرو د جوړښت لپاره د سټاف اخستل شروع دي،اوپه دې منصوبه به اته سوه اته پنځوس ميلينه روپۍ لګښت راځي، دې نه علاوه اجلاس کښې د علماو دې لړ کښې کردار اوتعاون په اړه هم خبري شوي