د وفاقى حکومت د پيټروليم مصنوعاتونرخونه برقرار ساتلو اعلان

وفاقي حکومت د پټروليم مصنوعاتو نرخونه برقرار ساتلو اعلان کړيدې،وزارت خزانه وائي چې قيمتونه سيوا کولو حوالې سره وزيراعظم عمران خان د اوګرا سمري رد کړې ده ، يکم نه تر پنځلسمې مئي پوري به د تيلو موجوده قيمتونه برقرار وي

خزانې وزارت له طرفه جاري شوې اعلاميې مطابق يکم مئي نه پنځلسمې مئي پورې به د پټروليم مصنوعاتو قيمتونه برقرار وې،اوګرا حکومت ته د پټروليم مصنوعاتو قيمتونو کښې تر لس روپو پورې اضافې سمري ليږلې وه وزارت خزانه وائي چې وزيراعظم عمران خان د اوګرا دغه سمري رد کړې او د پټروليم مصنوعاتو قيمتونه برقرار ساتلو فيصله ئې کړې ده، د پټرولو موجوده قيمتيو يوسل اته روپے ،شپږ پنځوس پيسےاو ډيزلو قيمت يو سل لس روپے، شپږ اويا پيسے في لټر دے ،د خاورو تيلو قيمت في لټر اتيا روپے او د لائټ ډيزل نرخ اوه اويا روپے ،پنځه شپيته پيسے فې ليټر دے