د وفاقى وزير اسد عمر په مشرې کښې د اين سى او سى غونډه شوې

د وفاقى وزير اسد عمر په مشرې کښې د اين سى او سى غونډه شوې،اجلاس ته کراچۍ کښي د کورونا وبا ورځ تر ورځه خرابيدونکي صورتحال په حواله بريفنګ ورکړي شو ، په دي موقع په ايس او پيز باندي عمل درآمد او ويکسي نيشن په ضرورت زور راوړلي شوي

ملک کښي د کورونا وائرس وباتازه ترين صورتحال په اړه د وفاقي وزير منصوبه بندي اسد عمر په مشرۍ کښي دنيشنل کمانډ اينډ کنټرول سنټر يعني اين سي او سي اجلاس ترسره شو، په دي موقع اجلاس ته اوئيل شو چه اين سي او سي او سند حکومت د وبا په صورتحال ژور نظر ساتلي او د وفاق لخوا سنده حکومت سره په دي لړ کښي دمکمل مرستي يقين دهاني ورکړي شوي د اين سي او سي اجلاس ته اوئيل شو چه کراچۍ کښي د وباه شوح شپږويشت اعشاريه دوه ديرش فيصد او کراچۍ کښي د کورونا مريضانو شميره نهه سوه اتيا ته رسيدلي ده اين سي او سي اجلاس کښي د سنده حکومت لخوا پورته کړي شوي اقداماتو توثيق اوکړي شو اوپه ايس اه پيز باندي عمل درآمد او ويکسي نيشن په ضرورت زور راوړلي شوي