د وفاقي کابينې غونډه د زيارت په ورځ رابللې شوېده

0
37

د وفاقي کابينې غونډه د زيارت په ورځ رابللې شوېده چې پکښې به په نهه نکاتي ايجنډا بحث کيږي،اجلاس دوران به وزارت کيډ ختمولو او انکم ټيکس ترميمي آرډيننس منظوري ورکولې شي
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د زيارت په ورځ کيدونکې د کابينې د اجلاس ايجنډا جاري کړې شوېده کومه چې په نهه نکاتو مشتمل ده
د اجلاس دوران به د ملک سيکيورټۍ او معاشي صورتحال نه علاوه د
حکومت سل ورځني پلان په پروګرام تر دې دمه شوي پرمختګ جائزه اخستې کيږي
ذرائع وائي چې اجلاس دوران به د ټولو ميټرو بس او اورنج ټرين منصوبو آډټ کولو او د ريګوليټري ادارو نظام کښې ښه والي لپاره ټاسک فورس د جوړولو منظوري ورکولې شي
دغه رنګ بهرملکونوته په غيرقانوني توګه پيسے منتقل کولو او اثاثو تحقيقات کولو لپاره قائم کړي شوي ټاسک فورس به د کابينې ممبرانو ته بريفنګ ورکوي
ذرائع زياتوي چې د کابينې په غونډه کښې به د بجلۍ او ګيس نرخونو کښې د ردبدل په معامله به هم غور کيږي