د ووټ حفاظت کول د جمهوريت بنياد دې ، شهبازشريف

د پاکستان مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف او نائب صدرې مريم نواز د قومي اسمبلۍ حلقه اين اے دوه سوه نهه څلويښتم ضمني انتخاب کښې د اليکشن کميشن لخوا ووټونو دوباره ګنتۍ په فيصله ردعمل راغلې دے ،شهباز شريف وائي چې د ووټ حفاظت کول د جمهوريت بنياد دے ،مريم نواز وئيلي چې خپل غلا شوي ووټونه واپس اخيستو پورې آرام سره نه کينو

خپل بيان کښې د شهباز شريف وينا وه چې د ووټونو دوباره ګنتي د خوشحالۍ خبره ده ،د سياسي حريفو مينځ کښې ووټونو فرق انتهائي کم دے ،اليکشن کميشن د ووټونو د دوباره ګنتۍ فيصله شفافيت لپاره کړيده شهباز شريف اووئيل چې د ووټ حفاظت کول د جمهوريت بنياد دے د مسلم ليګ ن نائب صدرې په خپل رد عمل کښې وئيلي چې خپل غلا شوي ووټونه واپس اخيستو پورې آرام سره نه کينو مريم نواز دا هم وئيلي دي چې د ووټونو دوباره ګنتۍ کښې به دهاندلي ښکاره شي ،ټګي ډير وخت خاموشه نشي پاتې کيدے مريم نواز د اليکشن کميشن نه مسترد شوي ووټونو تفصيلي جائزه اخيستو مطالبه هم کړيده