د وړو قيمتونو کښې غير قانونې اضافه کونکي فلور ملز خلاف به کارروائي کولې شي

د وړو قيمتونو کښې غير قانونې اضافه کونکي فلور ملز خلاف به کارروائي کولې شي

وړه او غنم نه دي ګران شوي،وړو قيمتونو کښې غير قانونې اضافه کونکي فلور ملز مالکانو او ډيلرانو خلاف به کارروائي کولې شي،د صوبائي وزير خوراک قلندر لودهي خيبر نيوز سره خبرې،وائي چې حکومت به وړو قيمت کنټرول کولو لپاره زر ترزه لائحه عمل تيار کړي،قلندر لودهي صوبه کښې د غنمو کمي متعلق خبرونه هم رد کړي او وئيلي دي چې مونږ سره دغنمو سټاک موجود دے
خيبرنيوز سره د خبرو پرمهال د خيبرپښتونخوا وزير خوراک قلندر لودهي وينا وه چې د وړو او غنمو نرخونو کښې حکومت اضافه نه ده کړي ، د غيرقانوني اضافه کونکي فلور ملز مالکانو او ډيلرانو خلاف به کارروائي کولې شي او ورته به د قانون مطابق سزا ورکولې شي
صوبائي وزير خوراک اووئيل چې د وړو او غنمو قيمتونو کنټرول کولو لپاره به حکومت ډير زر خپله حکمت عملي تيار کړي او دې معامله کښې متعلقه ادارو سره هم خبرې اترې روانې دي
قلندرلودهي مخکښې اووئيل چې صوبه کښې حکومت سره د غنمو سټاک پورا دې او په صوبه کښې د غنمو کمي خبرونه بے بنياده دي ، وائي چې داسې قسم کښې پروپيګنډې صرف او صرف سياسي مخالفين کوي