د يوڅلويښت ورځو ميلمه حکومت بدترين بجټ وړاندې کړې،سراج الحق

سراج الحق پټروليم مصنوعات نرخونه سيوا کولو فيصله د ظلم انتها ګرځولي

د جماعت اسلامى امير سراج الحق وئيلى دى چې د يوڅلويښت ورځو ميلمه حکومت بدترين بجټ وړاندې کړې ،قام له ئې دهوکه ورکړېده ،موجوده حکومت د سود شرح ديارلس فېصده نه يوويشت فېصده ته اورسوله،دوى وائى چې د د ټول بجټ اووه اعشاريه څلور فېصده خو صرف د سود او سودى قرضو لپاره دى ، حکومت هيڅ قسمه انقلابى فېصله نه ده کړې
تفصيلاتو ترمخه پنډۍ ارټس کونسل کښې د جماعت اسلامى امير سراج الحق يوې دستورې ته خطاب دوران وئيلى موجوده حکومت هر هاغه کار کوى د کوم چې ورته آئى ايم ايف وائى
سراج الحق وائى چې د څوارلس ورځو ميلمه موجوده حکومت ډير زيات خراب بجټ وړاندې کړې او قام له ئې دهوکه
ورکړېده
د جماعت اسلامى امير وئيلى دى چې موجوده حکومت د سود شرح کمولو په ځائې ديارلس فېصده نه يوويشت فېصده ته اورسوله
دوى وائى چې د ټول بجټ اووه اعشاريه څلور فېصده خو صرف سود او سودى قرضو لپاره دې ، د دې هر څه باوجود د قرضو لپاره په هره غونډه کښې نوې نيټه ورکولې شى
د جماعت اسلامى امير وائى چې موجوده حکومت هيڅ قسمه انقلابى قدم نه دې پورته کړې او څليريشت کروړه اولس باندې ئې دومره د قرضونو بوجهـ واچولو چې اوس ساه هم په مشکله اخلى