د ټولو ادارو او کمپنو نه اضافي ګاډي به واپس کولې شي

0
44

د پيټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان د وزارت چارج سنبهال کړې ، خپل اولنۍ پريس کانفرنس کښې ئې وئيلي دي چې د پيټروليم ډويژن پينځلس کمپنۍ دي ، د هري کمپيانۍ په حواله به جدا جدا بريفنګ اخلم ، زياتره کمپنۍ د ايډهاک ازم په بنياد چلولې شويدي ، د يو سي اي او سره د يوي نه سيوا کمپنو اضافي چارج دي
دا خبري هغه د پيټروليم وزارت چارج سنبهالولو ورستو خپل اولني پريس کانفرنس کښې کړېدي
د پيټروليم وزير اوئيل چې هغۀ به د خپل ليډر عمران خان په حکم عمل کوي د سوئي ګيس کمپنو نقصان به کموي ، ګاډي به خپل استعمالوي ، د ټولو ادارو او کمپنو نه اضافي ګاډي به واپس کولې شي او په يو صورت کښې به هم کرپشن نشي برداشت کولې
د پيټروليم وزير اوئيل چې د پيټروليم مصنوعاتو نرخونه او ټيکس به د نړيوالې منډۍ مطابق لاګو کولې شي
غلام سرور خان دا هم اوئيل چې د ايل اين جي پشمول ځيني نوري معاهدي پټي ساتلې شويدي او دريځ ئې خپل کړېدي چې هغۀ به دايل اين جي پشمول د ټولو معاهدو جاج اخيستو ورستو منظر عام ته راولې