د ټي وي او سټېج نوموړې اداکاره مديحه ګوهر په حق رسېدلې

0
88
د ټي وي او سټېج نوموړې اداکاره مديحه ګوهر په حق رسېدلې

د ټي وي او سټيج مشهوره اداکاره مديحه ګوهر د دوه شپيته کالو په عمر کښې وفات شوې ، اداکاره د تېرو دريو کالو راهسې د کينسر په رنز کښې اخته وه ، د مرحومې جنازه به سبا ماښام ادا کيږي او لاهور کښې به خاورو ته سپارلے شي
مديحه ګوهر د معروف ډرامه نويس، هدايت کار او ليکوال شاهد محمود نديم ښځه وه ، د مرحومې خور فريال ګوهر او لور سويرا نديم هم نامتو اداکارانې دي
مديحه ګوهر د زنانوؤ حقوقو لپاره تنظيم هم جوړ کړے کوم چې په ايشيا او يورپ کښې فعال دے ، مرحومې د اجوکا په نوم تهيټر هم چلوؤ د کوم په ذريعه چې به ئې سماجي مسائل په ډاګه کول ، اجوکا تهيټر زيراهتمام مديحه ګوهر د پاکستان پشمول ايشيا ، يورپ او په امريکه کښې د دېرشو نه سېوا سټيج ډرامې کړيدي
فني خدماتو باندې مديحه ګوهر ته کال دوه زره درې کښې تمغه امتياز ورکړے شوے وو ،اداکارې د فاطمه جناح او پرنس کلوس ايوارډونه هم ترلاسه کړيدي، مرحومه د امن نوبيل انعام لپاره هم نامزد شوې وه