د ټي ټونټي سيريز په دريم ميچ کښې آسټريليا لس وکټو سره پاکستان ته شکست ورکړے

د ټي ټونټي سيريز په دريم ميچ کښې آسټريليا لس وکټو سره پاکستان ته شکست ورکړے

آسټريليا کرکټ ټيم د ګرين شرټس نه يو دوه خته کړل ، د ټي ټونټي سيريز په دريم ميچ کښې کوربه آسټريليا لس وکټو سره پاکستان ته شکست ورکړے او سيريز ئې دوه صفر سره په خپل نوم کړېدے ،قامي ټيم په مقرره شل اوورونو کښې اته وکټو په زيان يو سل شپږ رنزونه جوړ کړي وو، د پاکستان طرف نه افتخار احمد او امام الحق نه علاوه يو کهلاړي هم په ډبل فګر کښې نه دي داخل شوې
د آسټريليا په پرتهه ښار کښې لوبيدلي ميچ کښې آسټريليا د ټاس ګټلو نه پس وړومبې پاکستان ته د بيټنګ بلنه ورکړه او پاکستان په مقررره شل اوورونو کښې د اته وکټو په زيان يو سل شپږ رنزونه جوړ کړل چې ورسره آسټريليا ته د يو سل اووه رنزونو هدف ميلاؤ شو
د پاکستان لخوا افتخار احمد پنځه څلوښت او امام الحق څوارلس رنزونه سکور کړي ولې دې نه علاوه د ګرين شرټس يو لوبغاړې هم په ډبل فګر کښې نه دې داخل شوې
د آسټريليا طرف نه باؤلنګ کښې کين رچرډسن درې ولې مچل سټارک او سين ايبټ دوه دوه وکټې په خپل نوم کړيدي
د هدف جواب آسټريلين کرکټ ټيم دولسم اوور کښې په پنځم بال پورا کړې او ميچ ئې په اوپننګ ګټلې دے
د درې ټي ټونټي ميچونو سيريز کښې آسټريليا دوه صفر سره سيريز په خپل نوم کړيدے