د پارليمان او پي ټي ايم وړومبۍ باضابطه رابطه شوي

0
30

د پارليمان او پي ټي ايم وړومبۍ باضابطه رابطه شوي ، د سينيټ خصوصي کميټۍ غونډه کښې د پي ټي ايم مشر منظور پشتين سره د نورو ملګرو ګډون کړې وو
پارليمنټ هاؤس کښې سينيټ خصوصي کميټۍ غونډه کنونير بيرسټر محمد علي سيف په سربراهۍ کښې ترسره شوي
غونډه کښې په خصوصي توګه د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پشتين او د هغه نورو ملګرو ګډون کړيدے کوم چې د درې ګهنټو پورې جاري وو
غونډه کښې کميټۍ د پي ټي ايم ټول تحفظات واوريدل او په دې موقع بيرسټر سيف اووئيل چې د سينيټ خصوصي کميټۍ د لاندې طبقې آواز اوريدل دي او ايوان بالا آئين او قانون د لاندې د ټولو محروميانو آزاله کولو لپاره کردار ادا کول دي
بيرسټر محمد علي سيف اووئيل چې پښتون تحفظ مومنټ ټول تحفظات به لرې کولې شي او په دې لړ کښې سينټ خصوصي کميټي به خپل کردار ادا کوي
په دې موقع کميټۍ کښې فيصله شوي چې پي ټي ايم به خپل فوکل پرسن مقرر کړي او د مطالباتو لسټ دې په تحريري توګه کميټۍ ته پيش کړي چې قانوني او آئيني توګه باندې ئې جائزه واخستې شي
غونډه کښې د کميټۍ ارکان سينيټر ډاکټر جهانزيب جمالديني ، ستاره آياز ، مشاهد حسين، سجاد حسين طوري، نصيب الله بازئي ، هدايت الله ، دلاور خان ، فدامحمد خان، سردار شفيق ترين،ثمينه سيد، خانزاده خان ،مير کبير احمد ، پير صابر شاه او مشاهدالله نه علاوه ايم اين اے محسن داؤړ هم شريک وو