د پاکستان،افغانستان او چين ترمينځه سه فريقي غونډه کابل کښې شوېده

0
19
د پاکستان،افغانستان او چين ترمينځه سه فريقي غونډه کابل کښې شوېده

د پاکستان،افغانستان او چين ترمينځه سه فريقي غونډه کابل کښې شوې چې پکښې د افغانستان موجوده صورتحال او درې واړو ملکونوترمينځه تعاون سيوا کولو په معاملو خبرې شويدي،اجلاس ته وينا په وخت د پاکستان سفير زاهدنصرالله وئيلي دي چې پاکستان د افغان سولې عمل لپاره عملي ګامونه پورته کړېدي او امکان ئې څرګند کړېدے چې دوحه کښې روان مذاکرات به مفاهمتي عمل کښې مهم رول ادا کړي
دې غونډه کښې افغانستان لپاره د چين سفير ليوجن سنانګ او د افغانستان د خارجه وزارت سياسي مرستيال ادريس زمان ګډون کړي وو
مذاکراتو کښې د پاکستاني وفد مشري پاکستاني سفير زاهد نصرالله کوله
مذاکراتو کښې ترهه ګرې خلاف روان جنګ او افغانستان په موجوده صورتحال خبرې اترې شويدي
اجلاس ته وينا په وخت پاکستاني سفير زاهدنصرالله ووئيلي دي چې ملا عبدالغني برادر خوشي کولو سره پاکستان د افغانستان سولې عمل کښې مهم کردار کړېدے
د هغه وينا وه چې پاکستان سره د طالبانو د اړيکو په معامله بحث کولو نه به بهتره دا وي چې د پاکستان او افغانستان حکومتونو او عوام ترمينځه اړيکې سيوا کولو په لور توجو ورکړي شي
د افغانستان خارجه وزارت مرستيال ادريس زمان غونډې ته وينا په وخت د نړې په ملکونو زور راوړې چې د ترهه ګرې د خاتمې لپاره دې يو موټي شي
مذاکراتو ته د چين سفير هم وينا کړې او وئيلي ئې دي چې بيجنګ انتظاميه به د افغانستان او پاکستان حکومتونو ترمينځه بے اعتمادي ختمولو لپاره کوششونه کوي