د پاکستان،روس،چين او امريکې څلور فريقي غونډه بيجنګ کښې شوي

طالبانو سره امن مذاکرات ځنډولو په معامله زلمې خليل زاد کانګرس ته طلب کړي شوے

د پاکستان،روس،چين او امريکې څلور فريقي غونډه بيجنګ کښې شوي چې پکښې د افغانستان مفاهمتي عمل او د سيمي سيکيورټۍ په معاملو خبري شويدي
د امريکې خارجه دفتر لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شويدي چې د چين سرښار بيجنګ کښې د امريکې،روس او چين دريمه سه فريقي غونډه شوي چې پکښې پاکستان هم ګډون کړي وو
بيان ترمخه دا وړومبي ځل دي چې د دې ملکونو په اجلاس کښې پاکستان ګډون کړيدے او درې واړو ملکونو د افغان سولي عمل لپاره د پاکستان د سهولت کارۍ هرکلي کړېدے
بيان کښې زياته کړي شويده چې دې اهم اجلاس کښې د افغان مفاهمتي عمل لپاره روان کوششونو او د دې سيمي امن او استحکام په معاملو د خيالاتو بدلون شويدے
د څلور فريقي اجلاس جاري شوي اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې ټولو فريقينو د افغانستان مفاهمتي عمل لپاره په شريکه کوششونه کولو عزم کړيدے
فريقينو افغان جنګ کښې ښکيل ټولو ډلو باندي زور راوړي دي چې د سولي په حواله روان کوششونو نه دي فائده پورته کړي
دغه رنګ اجلاس کښې افغان دولت،طالبانو او افغانانو ترمينځه زر تر زره خبرو عمل شورو کولو په ضرورت هم زور راوړي شويدي