د پاکستان ،افغانستان او انډونيشياء عالمانو د افغانستان مفاهمتى عمل ملاټر کړے

0
181

د پاکستان ،افغانستان او انډونيشياء عالمانو د افغانستان مفاهمتى عمل ملاټر کړے او وئيلې ئې دى چې دهشت ګردى په اسلام کښې هيڅ ځائې نه لرى، عالمانو په طالب جنګيالو غږ کړى چې وسلې دې وغورځوى او کابل انتظاميې سره دې د خبرو اترو عمل شورو کړى
د درې واړو ملکونو د عالمانو غونډه د انډونيشيا بوګور ښار کښې شوې وه
غونډه کښې د پاکستان او افغانستان شپاړس شپاړس او د انډونيشيا شل عالمانو ګډون کړى وو
غونډې ته د وينا په وخت د انډونيشياء صدر جوکو ويدودو د کانفرنس هرکلى کړى او وئيلې ئې دى چې هيواد به ئې افغانستان امن بحالۍ لپاره خپل کردار ادا ساتى
د اجلاس وروستو جارى شوى اعلاميه کښې وئيلى شوى دى چې د درې واړو ملکونو عالمان دافغانانو مشرۍ لاندې د سولې د هلو ځلو ملاټر کوى
اعلاميې ترمخه د غونډې ګډون والو افغان مفاهمتى عمل په حواله طالبانو ته د افغان اولسمشر اشرف غنى د وړانديز هرکلى کړے او د دې د ملاټر اعلان ئې هم کړېدے
اعلاميه کښې زياته شوېده چې ټولو عالمانو دهشت ګردې د اسلام په ضد عمل بللے او په طالبانو ئې زور راوړې دے چې افغان مفاهمتى عمل لپاره دې د اولسمشر اشرف غنى د وړانديز مثبت جواب ورکړى او تاؤتريخوالى دې ختم کړى