د پاکستان او آسټريليا ترمينځه به د سيريز دريم او فيصله کن ميچ نن لوبيږي

د پاکستان او آسټريليا ترمينځه به د سيريز دريم او فيصله کن ميچ نن لوبيږي

د پاکستان او آسټريليا ترمينځه به د سيريز دريم او فيصله کن ميچ نن لوبيږي، د بائيلات نه بچ کيدو او د سيريز برابرولو لپاره به بابراليون له نننے ميچ لازمي ګټل وي، د سيريز وړومبے ميچ د باران لوجې منسوخ او دويم کوربه ټيم ګټلے وو، کوربه ټيم ته تردې دمه يو صفر سره برتري ترلاسه ده
د پاکستان او آسټريليا ترمينځه به د سيريز آخرے ميچ نن ماسپښين يونيمه بجه پرت ميدان کښې شروع کيږي، د آخري معرکې لپاره بابراليون تېره ورځ بهرپور پريکټس کړيدے، کپتان بابراعظم وئيلي دي چې ننني ميچ لپاره لوبغاړي چمتو دي او اميد دے چې د ميچ ګټلو سره به سيريز هم برابرکړي، بلخوا آسټريلين کپتان ايرون فنچ د سيريز ګټلو لپاره پرعزمه ښکاري، پاک آسټريليا ترمينځه د سيريز وړومبے ميچ د باران په وجه منسوخ شوے وو، ولې دويم ميچ کوربه ټيم په اووه وکټو ګټلےوو، په سيريز کښې کوربه ټيم ته تردې دمه يوصفر سره برتري ترلاسه ده