د پاکستان او افغانستان ترمنځه نفرت خورونکي د افغانستان نمائندګي نشي کولې

د پاکستان او افغانستان ترمنځه نفرت خورونکي د افغانستان نمائندګي نشي کولې

د افغان صدر صلاح کار سردار احمد زئي د افغان مهاجرينو په ميلمستيا د پاکستان شکريه ادا کړې ،وائي چې په خپله مې د مهاجرينو د کيمپونو دوره کړې،هلته مهاجرينو سره لکه د پاکستانيانو سلوک کيږي ،وائي چې هغه کسان څوک چې د پاکستان او افغانستان ترمنځه نفرت خوروي ،د افغانستان نمائندګي نشي کولې
د خبرې هغه اسلام آباد کښې وزير مملکت برائے سيفران سره د افغان مهاجرينو په اړه مشترکه خبرې غنډي په مهال کړيدي،
پريس کانفرنس ته وينا په مهال سردار احمد زئي وئيلي دي چې پاکستان نه ميچ بيللو باندې لندن کښې چې څه هم شويدي ، افغان حکومت دے سره څه قسمه تعلق نيشته ،
د افغان صدر مشير زياته کړه چې موجوده حکومت د افغانستان سره ټولو شعبو کښې تعاون سيوا کولو باندي يقين دهاني ورکړيده ،
وزير مملکت برائے سيفران شهريار آفريدي خبري غنډې ته اوئيل چې افغانستان سره تعلقات د استحکام په لور روان دي ، افغان امن کښې هم پاکستان کردار د چا نه پټ ندې ،
شهريار آفريدي زياته کړه چې پاکستان صرف او صرف انساني همدردئې په توګه څلويښت کاله افغان مهاجرينو ميلمستيه کړيده