د پاکستان او افغانستان ترمينځه تعلقات د ښه والي په لور روان دے

د پاکستان او افغانستان ترمينځه تعلقات د ښه والي په لور روان دے

پاکستان لپاره د افغانستان سفير عاطف مشعل وئيلي دي چې د پاکستان او افغانستان ترمينځه تعلقات د ښه والي په لور روان دے او دا چې د اولسمشر اشرف غني پاکستان دورې سره به دا اړيکې نورې هم مضبوطي شي
بي بي سي سره مرکه کښې عاطف مشعل وئيلي دي چې د تيرو شپږو مياشتو راهسې د افغانستان او پاکستان تعلقات د ښه والي په لور روان شويدي
عاطف مشعل هيله څرګند کړېده چې پاکستان ته د اولسمشر اشرف غني دورې سره به د دواړو ملکونو ترمينځه تعلقات نور هم مضبوط شي
افغان مفاهمتي عمل په حواله يوې پوښتني په جواب کښې افغان سفير ووئيل چې د دې کشالي د هواري لپاره کابل انتظاميې د سياسي جوړ جاړې پاليسي وړاندې کړېده اوس دې طالبان وضاحت وکړي چې دوي د دې مسئلې سياسي حل لپاره تيار دي او کنه
عاطف مشعل زياته کړه چې د افغان دولت د شرکت نه بغير د سولې په حواله کيدونکي هر رنګ اجلاسونه او مذاکرات نه شي کاميابيدے