د پاکستان او افغانستان عسکري چارواکو ترمنځه راروانه اوونۍ کښې د ليدو کتو امکان

0
49

د پاکستان او افغانستان فوځي او استخباراتي چارواکي به راتلونکي هفته کښي د اسلام آباد او کابل دوره کوي او د پاک افغان خپل مئينځي اړيکو خه کولو په حقله به خبري اتري کوي

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه دافغانستان فوځي او استخباراتي چارواکي به دګل په ورځ اسلام آباد ته راځي او د پنځمي يا نهي په ورځ به دپاک فوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه د کابل سفر کوي
دسرچينو ترمخه آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه به کابل کښي افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني سره هم ملاقات کوي
د مطبوعاتو ترمخه دي رارونو غونډو کښي به دواڼه هيوادونه د يو بل سره درابطو سيوا کولو او د استخباراتي معلوماتو شريکولو لپاره رابطه افسران هم ټاکي ،
وئيلي کيږي چه دا رابطه افسران به ديو بل سره د شکمو وسله والو د موجودګۍ او د دوي خلاف دعملياتو لپاره استخباراتي معلومات هم شريکوي