د پاکستان او زمبابوے ټيمونو ترمينځه د ټي ټوئنټي سيريز آغاز د نن نه کيږي

د پاکستان او زمبابوے ټيمونو ترمينځه د ټي ټوئنټي سيريز آغاز د نن نه کيږي

د پاکستان او زمبابوے ټيمونو ترمينځه د ټي ټوئنټي سيريز آغاز د نن نه کيږي، وړومبے ميچ به نن پنډي کرکټ سټيډيم کښې مازيګر درې نيمې بجې شروع کيږي، نائب کپتان شاداب خان د ان فټ کيدو په وجه د ميچ نه بهر شوے، د محمدحفيظ ټي ټوئنټي ټيم ته واپسي شوېده
د پاکستان او زمبابوے ترمينځه درې ټي ټوئنټي ميچونو باندې مشتمل د ټي ټوئنټي سيريز وړومبے ميچ نن پنډي کرکټ سټيډيم راولپنډي کښې لوبيږي، د ميچ لپاره دواړو ټيمونو تېره ورځ بهر پور پريکټس کړے،نن هم د ميچ نه وړاندې هلکا پهلکا پريکټس کوي، کپتان بابراعظم وائي چې نائب کپتان شاداب خان به د ټيم برخه نۀ وي، غواړو چې ينګ لوبغاړو له په ميچ کښې موقع ورکړو، د پاکستان او زمبابوے ترمينځه به دويم ميچ سبا له ، درېم ميچ په لسم نومبر لوبولےشي، د دې نه وړاندې پاکستان ونډے سيريز کښې دوه يو سره کاميابي ترلاسه کړې وه