د پاکستان او سري لنکا ترمينځ ميچ د باران په وجه منسوخ کړے شوي

0
38
د پاکستان او سري لنکا ترمينځ ميچ د باران په وجه منسوخ کړے شوي

د پاکستان او سري لنکا ترمينځ ميچ د باران په وجه منسوخ کړے شويدے ، ميچ کښې دوانړو ټيمونو ته يو يو پوائنټ ورکړے شويدے چې ورسره پوائنټس ټيبل باندې د قامي ټيم پوائنټس درې ته رسيدلي دي
د پاکستان او سري لنکا ترمينځ ميچ برسټل کښې لوبيدونکې وو کوم چې د باران په وجه منسوخ کړے شويدے او ميچ د هغي نه پس دوانړو ټيمونو ته يو يو پوائنټ ورکړے شويدے
ايونټ کښي دا مهال سري لنکا درې پوائنټس سره په دريم او پاکستان په څلورم نمبر موجود دے
دې نه علاوه پاکستان خپل وړومبي ميچ کښي ويسټ انډيز نه شکست خوړلې وو ولې انګلينډ ته ئې ماتې ورکړے وه ، ايونټ کښي د قامي ټيم دې وخت کښي دوه پوائنټس دي ، دا شان سري لنکا هم خپل وړومبي ميچ کښې د نيوزي لينډ ټيم نه شکست سره مخ شوې وو ولې دويم ميچ کښې افغانستان ټيم ته شکست ورکړے وو