د پاکستان او فنانشل ايکشن ټاسک فورس ترمينځه مذاکرات شورو شويدي

پاکستان د ايف اے ټى ايف سوالونو جوابونه ورکړى

د پاکستان او فنانشل ايکشن ټاسک فورس ترمينځه مذاکرات بينکاک کښې شورو شويدي ،مذاکراتو دوران مالياتي ادارو کښې غيرقانوني هلو ځلو مخ نيوي په حواله د پاکستان د رپورټ جائزه اخستي شي
وفاقي وزير حماد اظهر په مشرۍ کښې د پاکستان پنځلس کسيزه وفد دې مذاکراتو کښې شرکت کوي
د پاکستان او فنانشل ايکشن ټاسک فورس د چارواکو ترمينځه به نن د مذاکراتو دوه مرحلے کيږي چې پکښې به د پاکستان لخوا تيار کړي شوي رپورټ جائزه اخستلي شي
پاکستاني رپورټ کښې په انشورنس سيکټر او پاکستان پوسټ بجټ سکيمونو کښې غيرقانوني سرمايه کارۍ مخ نيوي لپاره حکومت لخوا پورته کړي شوي اقدامات په ډاګه کړي شويدي
دغه رنګ مالياتي ادارو کښې د غيرقانوني هلو ځلو د مخ نيوي،د معدنياتو درنګونو او بينکنګ سيکټرو سپروائزري مستحکم جوړولو لپاره پورته شوي اقدامات ذکر هم په دې رپورټ کښې شوېدے