د پاکستان او کويت ترمينځه تيل و ګيس ذخيري لټولو لړ کښې د لائسنس اجرا لوظنامه لاس ليک شويده

0
37

د پاکستان او کويت ترمينځه تيل و ګيس ذخيري لټولو لړ کښې د لائسنس اجرا لوظنامه لاس ليک شويده چې ترمخه به ئې د کويت کمپني پاکستان کښې دغه ذخيري لټولو دپاره د اته نوي لکه ډالړو سرمايه کاري کوي
د پټروليم ډويژن له اړخه جاري شوي اعلاميے مطابق د کويتي کمپنۍ ذيلي کمپني به پنجاب او خيبر پښتونخوا کښې تيل و ګيس لټولو کار کوي، په ابتدائي توګه به د اته نوي لکه ډالرو سرمايه کاري کولې شي ، دي لړ کښې د دواړو ملکونو ترمينځه د لائسنس اجرا لوظنامي باندي لاس ليک هم شويدي
وزارت پټروليم هيله څرګنده کړې چې ملک کښې د تيل و ګيس لټولو په کار کيدونکي دغه محنت به رنګ ضرور راوړې او دا چې دغي لوظنامي ته عمل جامه اغوستلو سره به بهر ملکي سرمايه کارۍ ته له وسعت ترلاسه شي
د دي نه وړاندي د کويت پټروليم سي اي او د خپل وفد سره وزيراعظم عمران خان سره ملاقات کړې وو،د ملاقات دوران د کويت پټروليم مشرپاکستان کښې کاروباري سرګرمۍ سيوا کولو اظهارکړې وو او وزيراعظم ئي پاکستان کښې د تيل و ګيس ذخيري لټولو په حواله خپلي منصوبے نه خبرکړې وو
وزير اعظم عمران خان د کويت پټروليم مشر او د هغۀ د وفد خير مقدم اوکړو او
ووئيل چې حکومت به د کاروباري آپشنز کښې د کويت پټروليم مرستي جاري
ساتي
وزيراعظم دا هم اوئيل چې حکومت تيل و ګيس شعبے دپاره نوي پټروليم پاليسۍ باندي کار شورو کړيدي چې پکښې بهر ملکي کمپنو ته مراعات ورکولې شي او د سرمايه کارۍ په لار کښې موجود خنډان به لري کولې شي