د پاکستان ايټمي تجربو څليريشتمه سالګره

د پاکستان ايټمي تجربو څليريشتمه سالګره، ټول ملک کښې نن يوم تکبير قامي جوش او جذبې سره نمانځلي شي،د دې ورځې په مناسبت د خصوصي دستورو تابيا شوے،د هندوستان ايټمي آزمائينو په جواب کښې په ننۍ ورځ پاکستان د بلوچستان چاغي سيمه کښې پنځه ايټمي دهماکې کړې وې او د نړۍ اووم ايټمي قوت جوړ شوي وو،نه جهکے تهے نه جهکين ګے موضوع لاندې حکومت د نولسم مئي نه د يوم تکبير په حواله د لس ورځو تقريبات نمانځلو فيصله کړي وه چې مقصد ئې د دې ورځې اهميت په ډاګه کول وو
پاکستان په نني ورځ کال نولس سوه اته نوي کښې د ملک دفاع مستحکم جوړولو لپاره د هندوستان ايټمي تجربو په جواب کښې پنځه ايټمي دهماکے کړې وې او د اسلامي نړۍ وړومبي ايټمي قوت جوړيدو اعزاز ئې ترلاسه کړي وو يوم تکبير په مناسبت مختلف سرکاري او غير سرکاري تنظيمونو له طرفه د دستورو اهتمام شوي ،قامي ورځپاڼو خصوصي ضميمے شائع کړي او په ټي وي او ريډيو خصوصي نشريات خپرولې کيږي د اطلاعاتو او نشرياتو وزارت د يوم تکبير په موقع قامي نغمه هم جاري کړيده چې پکښې د يوم تکبير اهميت په ډاګه کړي شوېدے د وزيراعظم شهباز شريف احکاماتو په رڼا کښې نولسم مئي نه د يوم تکبير په حواله لس ورځني تقريبات نمانځلي شي چې موضوع ئې ده نه جهکے تهے نه جهکيڼ ګے