د پاکستان د ټولو دردناکې پيښې آرمي پبلک سکول حملې څلور کاله پورا شول

0
119
د پاکستان د ټولو دردناکې پيښې آرمي پبلک سکول حملې څلور کاله پورا شول

د پاکستان د ټولو دردناکې پيښې آرمي پبلک سکول باندې شوې حملې نن څلور کاله پورا شول،د شهيدانو والدينو ذخمونه نن بيا تازه کيږي،د شهيد اسفنديار مور نن بيا خپل ځوي ته انتظار کوي،د احمدعلي شاه مور اوس هم د خپل شهيد ځوي لاره څاري،د پرنسپل طاهره قاضي بچي هم د خپل مور جدائي نه شي هيرولے،د اے پي ايس هر يو شهيد،هر يو ژوبل کس د قوم اتل دے
څلور کاله آګاهو په ننې ورځ ترهه ګرو د پيښور په آرمي پبلک سکول حمله کړې وه چې په نتيجه کښې د يوسل څلويښت نه سيوا ګلالي ماشومان او د سکول استازانو د شهادت لوړه مرتبه ترلاسه کړې وه
آرمي پبلک سکول پيښه د پاکستان د تاريخ د ټولو لويه دردناک پيښه وه
د ملک دښمنه عناصرو خيال وو چې د ګلشن پاکستان دا ګلونه ريژولو سره به دوي دا ملک کمزوري کړې ولې قام چې د دې غمناک پيښې باوجود د کوم صبر،تحمل او يووالي مظاهره وکړه هغه قابل تحسين ده
هم د دې حملې په نتيجه کښې د شرخوښو جرړې ختمولو لپاره حکومتي عزم کښې نور هم سيوا والې راغلے وو او د ملک نه تر ډير حده پورې د ترهه ګرې په ناسور قابو اوموندلے شو،د اے پي ايس شهيدانو په ياد کښې د ملک مختلفو برخو کښې د خصوصي دستوره تابيا شوېده