د پاکستان سپرليګ شپږم ايديشن بقايا ميچونو شيډول يو وارې بيا د لم ليټ ښکار

د پاکستان سپرليګ شپږم ايديشن بقايا ميچونو شيډول يو وارې بيا د لم ليټ ښکار،پي سي بي وائي چې د شيډول اعلان بهارتي براډ کاسټرزد کلئيرنس سره مشروط دے،د پي سي بي معاملې حل کولو لپاره په اعلي سطح کوششونه هم جاري دي

د پاکستان کرکټ بورډ لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلې شوي چې د پاکستان سپرليګ شپږم ايډيشن بقايا ميچونو شيډول د بهارتي براډ کاسټرز کلئيرنس سره مشروط دے ،کله چې بهارتي براډ کاسټرز کلئير اوګرځولې شي نو د هغې نه پس به پي سي بي د ايونټ باقده شيډول جاري کوي پاکستان کرکټ بورډ دا هم وئيلي دي چې پي سي بي د بهارتي براډ کاسټرز د کلئيرنس معاملې حل کولو په اعلي سطح کوششونه کوي ،طمعه ده چې بهارتي ابراډ کاسټرز ته به ډير زر کلئيرنس ميلاؤ شي بلخوا سرچينې دعوي لري چې تيره شپه وزارت صحت بهارتي براډ کاسټرز د ابوظهبي هوټل نه بهر ويستې وو او ورته ئې په آسان الفاظو کښې وئيلي وو چې تاسو دلته نشۍ پاتې کيدے ،د هغې وروستو بهارتي براډ کاسټرز دبئۍ ته روان کړې شويدي