د پاکستان فضائيې دسته پيرس ايئرشوکښې شرکت لپاره پيرس ته رسيدلې

د پاکستان فضائيې دسته پيرس ايئرشوکښې شرکت لپاره پيرس ته رسيدلې

د پاکستان فضائيې دسته پيرس ايئرشوکښې شرکت لپاره پيرس ته رسيدلې، دې سلسله کښې جے ايف سيونټين تهنډر ريهرسل هم شروع کړے،پيرس ايئرشو به سبا نه بله ورځ بورج پيرس کښې شروع کيږي کوم چې به دري ويشتم جون پورې جاري وي
ترجمان پاک فضائيه وائي چې پاکستان به پيرس ايئرشو کښې بهرپور شرکت کوي،هم په دې سلسله کښې د پاک فضائيې درې جے ايف سيونټين تهنډر جازونه دوه ورځې وړاندې پيرس ته رسيدلي کومو چې پيرس ايئرشو لپاره ريهرسل هم شروع کړېدے،ترجمان پاک فضائيه وائي چې پيرس ايئرشو به د اوولسم جون نه تر دري ويشتم جون پورې جاري وي په کوم چې به ځينې نور ملکونه هم ګډون کوي، ترجمان زياتوي چې پيرس ايئرشو يو غټه ايئرشو ده، په کوم کښې چې د جے ايف سيونټين تهنډرشرکت ډير مهم دے، دې سره به زمونږ جازونه ته د خپل صلاحيتونو ښودلو موقع ملاؤ شي