د پاکستان لخوا سعودي شهزاده محمد بن سلمان ته د کال دوه زره اتلسم بااثره نړيوال شخصيت اعزاز ورکړي شويدي

0
105

د پاکستان لخوا سعودي شهزاده محمد بن سلمان ته د کال دوه زره اتلسم بااثره نړيوال شخصيت اعزاز ورکړي شويدي ، اسلام آباد کښې ترسره شوي دستوري دوران د هغه دغه اعزاز سعودي سفير نواف بن سعيدالملکي ترلاسه کړيدي
اسلام آباد کښې کيدونکي څلورم پيغام اسلام کانفرنس کښې د پاکستان علما کونسل له اړخه سعودي ولي عهد ته د کال دوه زره اتلسم بااثره نړيوال شخصيت اعزاز ورکړي شو، د هغۀ دغه اعزاز د صدر مملکت عارف علوي په لاس سعودي سفير نواف بن سعيد الملکي ترلاسه کړيدي
پاکستان علما کونسل وئيلي دي چې سعودي شهزاده ته دغه اعزاز د اسلام دپاره شوي کوششونو پشمول دوه مقدس جماعتونو حفاظت، يمن ، فلسطين ، شام کښې د مسلمان اقليتونو ته تحفظ ورکولو او پاک بهارت کشيدګۍ کښې معاون کردار ادا کولو په اعتراف کښې ورکړي شويدي
دستوره کښې امام کعبه ډاکټر شيخ عبدالله عواد الجهوني هم شرکت کړي او په دغه موقع خپل خطاب کښې د ټولي دنيا مسلمانانو ته متحد کيدو او د ترهګرۍ او انتها پسندۍ په رنګ چيلنجونو باندي قابو مندلو غږ کړي