د پاکستان مسلم ليګ نائب صدري مريم نواز يو ځل بيا د خپل پاسپورټ واپسي لپاره لاهور هائي کورټ کښې درخواست جمع کړېدي

د پاکستان مسلم ليګ نائب صدري مريم نواز يو ځل بيا د خپل پاسپورټ واپسي لپاره لاهور هائي کورټ کښې درخواست جمع کړېدي، مريم نواز وئيلي چې د هغي پاسپورټ تير څلور کالو راهسې په عدالتي حراست کښې دې،عدالت دي د هغي پاسپورټ واپس کولو احکامات جاري کړې ،
د مسلم ليګ ن مشري مريم نواز د پاسپورټ واپسۍ لپاره لاهور هائي کورټ سره رجوع کړې ، درخواست کښې موقف خپل کړې شوې چې د هغي پاسپورټ تير څلور کالو راهسې په عدالتي حراست کښې دې، ولې نيب تر دې دمه په عدالت کښې د چوهدري شوګر مل چالان نه دې وړاندې کړي، درخواست کښې وئيلي شوې چې عدالت د ميرټ په بنيادهغي ته ضمانت ورکړې، او يوکس داوږدې مودې لپاره د هغه بنيادي حق نه محروم نه شي ساتلے کيدې، د پخواني صدر پرويز مشرف او ايان علي د مقدمو فيصلي د دي مثالونه دي، مريم نواز عدالت نه استدعا کړې چې د هغي پاسپورټ واپس کولو احکامات جاري کړې شي، بلخوا لاهور هائي کورټ د مريم نواز درخواست سماعت لپاره دوه کسيزه بينچ جوړ تشکيل کړې، جسټس سيد شهباز رضوي او جسټس اسجد جاويد غرال به سبا په درخواست باندي سماعت کوي،