د پاکستان مشهور اداکار معين اختر اتمه برسي نن نماځلې کيږي

د پاکستان مشهور اداکار معين اختر اتمه برسي نن نماځلې کيږي

د پاکستان مشهور اداکار معين اختر اتمه برسي نن نماځلې کيږي،د معين اختر مشهورو ډرامو کښې روزي او هاف پليټ شامل دي،هغوي په دويشتم اپريل کال دوه زره يوولسم کښې د دې فاني دنيا نه سټرګې پټې کړې وې
د پاکستان مشهور اداکار معين اختر اتمه برسي نن نماځلې کيږي،هغوي څليريشتم دسمبر کال نولس سوه پنځوستم کښې کراچې کښې زيږدلې وو او د سپاړس کالو په عمر کښې ئي د سټيج نه د خپل فني کيرئير ابتدا کړې وه
کال نولس سوه اويايم کښې هغوي د پاکستان ټيلي وژن په ډرامو کښې کار شروع کړې وو،هغوي د انور مقصود او بشري انصارې سره يوځائے بے شميره مشهور ډارمې او ټي وي پروګرامونه کړې وو کوم چي خلقو ډير خوښ کړې
د معين اختر يادګار ډرامو کښې روزي،هاف پليټ،شو ټائم،سټوډيو ډهائي،ففټي ففټي،آنګن ټيړهااو انتظار فرمائيے پشمول نورې ګنړ شمير ډرامي او پروګرامونه شامل دي،
حکومت پاکستان معين اختر له په بهترين اداکارې صدارتي تمغه برائے حسن کارکردګي او نشان امتياز ورکړې وو،دغه رنګ د فني دنيا نور ګنړ شمير ايوارډونه هم معين اختر پخپل نوم کړې وو
معين اختر په کال دوه زره يوولسم کښې د زړې دورې لوجي پحق رسيدلې وو