د پاکستان معاشي پرمختګ لپاره د سعودي سرمايه کاري اهم کردار ادا کولي شي

0
31

د محمد بن سلمان دورې سره به د پاکستان او سعودي ترمينځه د تعلقاتو د نوي دور شروع شي ،د سعودي عرب خبري ادارې سره د وزيراعظم عمران خان مرکه،دا ئې هم وئيلي دي چې سعودي عرب سره اقتصادي او ثقافتي کوريډور قائمول غواړو
مرکه کښې وزيراعظم عمران خان د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان دوره پاکستان د دواړو ملکونو لپاره ګټه وره ګرځولے او وئيلي ئې دي چې د پاکستان معاشي پرمختګ لپاره ګوادر کښې د سعودي عرب سرمايه کاري اهم کردار ادا کولې شي
د هغه وينا وه چې سعودي عرب سره بينکنګ،تجارت،تعليم،سياحت، سائنس او ټيکنالوجي پشمول نورو شعبو کښې همکاري سيوا کول غواړو
د يوې پوښتنې په جواب کښې وزيراعظم وئيلي دي چې پاکستان به هر مشکل وخت کښې د سعودي عرب سره اوګه په اوګه ولاړ وي او په مقدس ښارونو د څه قسمه حملے په صورت کښې به پاکستان د دې تحفظ لپاره حاضر وي
عمران خان زياته کړه چې اسلامي فوجي اتحاد د هيڅ ملک يا مسلک خلاف نه بلکې دا د سعودي عرب پشمول ټوله اسلامي نړۍ د ترهه ګرۍ نه د بچ کولو لپاره قائم کړي شوېدے