د پاکستان معاشي چيلنجونو نه خبر يو

د امريکې خارجه محکمې ترجمان نيډ پرائس وئيلي دي چې د پاکستان معاشي چيلنجونو نه خبر يو، مونږ پاکستان ښه معاشي پوزيشن باندې کتل غواړو، چې څه ممکن وي د پاکستان مرسته به کوؤ، دواړه خيزه رابطو کښې په دغه موضوعاتو خبرې اترې کيږې
د امريکې خارجه محکمې ترجمان نيډ پرائس پريس بريفنګ دوران اوئيل چې خبر يو چې پاکستان د عالمي اقتصادي ادارو سره په رابطه کښې دې، مونږ پاکستان ښه معاشي پوزيشن باندې کتل غواړو، د پاکستان معاشي چينلجونو نه خبر يو هغه اوئيل چې څومره ممکن وي د پاکستان مرستې به کوؤ، دواړه خيزه رابطو کښې په دغه موضوعاتو خبرې اترې کيږي، پاکستان سره په تکنيکي نکاتو خبري اتري کوؤ،خارجه وزارت، خزانه، وائټ هاؤس او نور هم د پاکستان په ميکرو اکنامک استحکام باندې خبرې اتري کوي د امريکې لطرفه بيان په داسې وخت کښې مخې ته راغلې چې کله عالمي بينک د پاکستان لپاره يو اربه لس کروړه ډالرو قرضو منظورې د راتلونکې مالي کال پورې ځنډولې ده