د پاکستان معاشې مستقبل روښانه دے،مالياتې خساره کښې کمې راتلل شروع شوې دې

0
32

ګورنر سټيټ بينک ډاکټر باقر رضا وئيلې دې چې د پاکستان معاشې مستقبل روښانه دے،مالياتې خساره کښې کمې راتلل شروع شوې دې،ګورنر سټيټ بينک آئې ايم ايف ډيل د ملک معيشت لپاره فائده مند ګرځولے دے
کراچې کښې ګورنر سټيټ بينک ډاکټر باقر رضا پريس کانفرنس کړې او وئيلې دې چې د معاشې ټيم په کوششونو ملک دمعاشې استحکام په لور روان شوے دے،مالياتې خساره کښې هم کمې راتلل شروع شوې دې،کفايت شعارې په ذريعه بجټ خساره کميدے شې
ډاکټر باقر رضا وينا وه چې روپې قدر کميدو سره به مقامې صنعتونو ته فائده اورسې،خو دا تاثر غلط دے چې ګنې د روپې قدر آزاد پريښودے شوے دے،سټيټ بينک فرې فلوټ پاليسې نه ده خپله کړې،روپے قدر آزاد پريښودل معيشت لپاره ښه خبره نه ده
ګورنر سټيټ بينک دا هم وئيلې دې چې تيرو حکومتونو د سټيټ بينک نه قرضې اخستې وے،موجوده حکومت به د راتلونکې کال مالې بجټ لپاره د سټيټ بينک نه قرضه نه اخلې
ايکسچينج ريټ متعلق ډاکټر باقر رضا وينا وه چې ايکسچينج ريټ ډير وخته پورے فکسډ وو،ايکسچنج ريټ فکسډ ساتل زمونږ د بيرونې خسارے بنيادې وجه وه،ايکسچينج ريټ مارکيټ سره ټرلو له وجې به برآمدات کښې اضافه اوشې
ګورنر سټيټ بينک آئې ايم ايف نه قرضه اخستو دفاع هم کړې او وئيلې ئې دې چې آئې ايم ايف ډيل سره به د ملک معيشت مضبوط شې