د پاکستان معيشت او بقا د سياسي استحکام او جمهوريت سره تړلے شوې: اسفنديارولي خان

اسفنديارولى خان وئيلى چې د مولانا فضل الرحمن ازادى مارچ پوره مرسته کوو

د جمهوريت عالمي ورځې په مناسبت سره د عوامي نيشنل پارټۍ او پيپلزپارټۍ د مشرانو پيغام راغلے،اسفنديارولي خان وائي چې د پاکستان معيشت او بقا د سياسي استحکام او جمهوريت سره تړلے شوې، عوامي نيشنل پارټي د جمهوريت په بالادستۍ يقين لري،بلاول وائي چې صرف عوامي حکومت ملکي مسائل حل کولے او د ترقۍ په لور روانولےشي
د جمهوريت عالمي ورځې حوالې سره خپل پيغام کښې د عوامي نيشنل پارټۍ مشراسفنديارولي خان وئيلي دي چې د جمهوريت بالادستۍ لپاره ټولو سياسي جماعتونو له مشترکه لائحه عمل تشکيل کول پکار دي، موجوده وخت کښې ملک د هيڅ قسمه غېرجمهوري طرز عمل متحمل نشي کيدے،مشراسفنديارولي خان وئيلي دي چې د ملکي مسائلو حل صرف د جمهوريت په مضبوطيا کښې دے،عوامي نيشنل پارټي هم د جمهوريت په بالادستۍ يقيني لري، هم دغه رنګ چيئرمين پيپلزپارټي بلاول بهټو وئيلي دي چې صرف عوامي حکومت د پاکستان مسائل حل کولے شي او د ترقۍ په لور ئې روانولے شي،جمهوريت زمونږ د روښانه سباؤن ضمانت دے، د کال درې اوويايم آئين دويم نوم جمهوريت دے