د پاکستان پشمول په ټوله دنيا کښې د لاپته او جبري ګمشدګۍ خلاف نن عالمي ورځ نمانځلے کيږي

د پاکستان پشمول په ټوله دنيا کښې د لاپته او جبري ګمشدګۍ خلاف نن عالمي ورځ نمانځلے کيږي

د پاکستان پشمول په ټوله دنيا کښې د لاپته او جبري ګمشدګۍ خلاف نن عالمي ورځ نمانځلے کيږي، اسلام آباد، پېښور، کوئټه او نورو ښارونو کښې به دا دې ورځې مناسبت سره د آګاهي سيمينارز منعقد کيږي.د اقوام متحده زيراهتمام هرکال په دېرشم اکتوبر د لاپته خلقو او د جبري ګمشدګۍ خلاف عالمي ورځ نمانځلے کيږي، د کومې مقصد چې د دغه لاپته خلقو د بازيابۍ لپاره آواز پورته کول دي، سرښار اسلام آباد، پېښور، کوئټه او نور اهم ښارونو کښې د دې ورځې مناسبت سره سيمينارز منعقد کيږي،بهرملکونو کښې هم په اهم شاهراهو او ښارونو کښې د جبري ګمشدګۍ خلاف تقريبات منعقد کيږي ، د انساني حقوقو عالمي ادارې نه مطالبه کوي چې جبري ګمشدګيانې او لاپته کول دې قانوني جرم وګرځولے شي ځکه چې دا د دهشت ګردۍ يو طريقه ده د کوم سره چې په معاشره بد اثر پريوځي