د پاکستان په دوره راغلې ډاکټر عبدالله عبدالله اسلام آباد کښې وزيراعظم عمران خان سره ليده کاته کړي

د پاکستان په دوره راغلې ډاکټر عبدالله عبدالله اسلام آباد کښې وزيراعظم عمران خان سره ليده کاته کړي

د پاکستان په دوره راغلې د افغانستان مصالحتي شورا چيئرمين ډاکټر عبدالله عبدالله اسلام آباد کښې وزيراعظم عمران خان سره ليده کاته کړي چې پکښې افغان امن عمل او دوه اړخيزه اړيکو پشمول نورو مهمو چارو باندې خبرې اترې شويدي.وزيراعظم هاؤس نه جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې د وزيراعظم عمران خان اور ډاکټر عبدالله عبدالله ترمينځه ملاقات کښې د افغانستان امن عمل ،پاک افغان اړيکو او د منطقي په مجموعي صورتحال خبرې اترې شويدي.په دې موقع د وزيراعظم عمران خان وينا وه چې نړيوالې ورورولې افغان امن عمل کښې د پاکستان مثبت کردار ستائلې او دپاکستان کوششونو لوجې د امريکې او طالبانو ترمينځه امن لوظنامه شويده.وزيراعظم دا هم اووئيل چې د افغانستان د شخړې فوجي حل نيشته او د دې معاملې حل صرف سياسي مذاکراتو کښې دې.وزيراعظم زياته کړه چې افغان قيادت به دوحه کښې جاري بين الافغاني مذاکراتو نه فائدې پورته کوي او په شريکه به تعميري انداز کښې يو بل سره کار جاري ساتي
وزيراعظم مخکښې اووئيل چې پاکستان به افغانستان سره تجارت نور سيوا کولو لپاره خپل کوششونه جاري ساتي او د دوانړو ملکونو ترمينځه اړيکو ته به هم نوره وده ورکولې شي.اعلاميې مطابق وزيراعظم عمران خان طمع څرګند کړې چې د ډاکټر عبدالله عبدالله پاکستان دورې سره به د دوانړو ملکونو ترمينحه اړيکو ته نوره وده ميلاويږي