د پاکستان کرکټ بورډ چئيرمين نجم سيټهي متحده عرب امارات کښي د يو اے اي کرکټ بورډ او ايشين کرکټ کونسل چارواکو سره ليده کاته کړي

د پاکستان کرکټ بورډ چئيرمين نجم سيټهي متحده عرب امارات کښي د يو اے اي کرکټ بورډ او ايشين کرکټ کونسل چارواکو سره ليده کاته کړي ، ملاقات کښي د پاکستان کرکټ او ايشيا کپ په حواله په مختلف چارو تبادله خيال شوي
نجم سيټهي چه د يو اے اي کرکټ بورډ په بلنه دا وخت دبئي کښي موجود دے ، د اي ايل ټي ، ټي ټوئينټي افتتاحي دستوره کښي شرکت کړي ،په سائيډ لائين کښي ئي د مختلف چارواکو سره ملاقاتونه کړي د پي سي بي چئيرمين نجم سيټهي د يو اے اي کرکټ بورډ وائس چئيرمين خالد زروني سره ليده کاته کړي او هغه سره ئي د آئي ايل ټي، ټي توئينټي په معامله خبري کړي دبئي کښي جاري د آئي ايل ټي په ټي توئينټي کښي د پاکستان يو پليئر شامل نه دے ولي نجم سيټهي يو اے اي چارواکو ته يقين دهاني ورکړي چه راتلونکي سيريز کښي به پاکستانې کرکټرانو ته ليګ کښي د شرکت اجازت ضرور ورکړي شي ، نجم سيټهي په مستقبل کښي د کرکټ ودي لپاره په شريکه کوششونو کولو زور راوړي په دي موقع خالدزروني پي سي بي ته مستقبل کښي په يو اے اي کښي د ميچونو انعقاد په حواله د مرستي باور ورکړي