د پاکستان کرکټ ټيم فټنس کيمپ ايبټ اباد کښې جارى دې

0
23
د پاکستان کرکټ ټيم فټنس کيمپ ايبټ اباد کښې جارى دې

ايشيا کپ وروستو اسټريليا او نيوزى لينډ خلاف سخت سيريز لوبولو لپاره د پاکستان کرکټ لوبغاړو تيارې په ارمى سکول اف فيزيکل ټريننګ سينټر ايبټ اباد کښې جارى دې
د خېبرپښتونخوا ايبټ اباد کاکول کښې د پاکستان کرکټ ټيم کپتان سرفراز احمد پشمول شپږويشت لوبغاړو دبئى کښې شيډول ايشيا کپ لپاره غوره کولو تيارې جارى دى
بلخوا هم د متحده عرب امارات کښې اسټريليا او نيوزى لينډ خلاف سيريز شيډول هم جارى شوې کومې وروستو چې قامى ټيم خپل فيزيکل فټنس باندې توجو نوره سيوا کړې ولې چې قامى ټيم به راتلونکى درې مياشتې مسلسل نړيوالې مقابلې لوبوى
ايبټ اباد کښې روان د قامى ټيم فټنس کيمپ به د جمعې په ورځ پائې ته ورسى
يادې وى چې ايشيا کپ مقابلې به د پنځلسم نه تر اتوويشت ستمبر پورې متحده عرب امارات کښې لوبيږى