د پاک بحريه ځواکونو د بهارتى سب ميرين پاکستانى سمندرى حدود کښې داخليدو يو بل کوشش ناکامه کړېدې

د پاک بحريه ځواکونو د بهارتى سب ميرين پاکستانى سمندرى حدود کښې داخليدو يو بل کوشش ناکامه کړېدې، آئي ايس پي آر وائي چې بهارتي سب ميرين شپاړسم اکتوبر باندې پاکستاني سمندري حدود کښې داخليدو کوشش کولو ،کوم چې پاک بحريه د لانګ رينج پټرول ايئر کرافټ د لارې ناکامه کړېدې

آئي ايس پي آر طرف نه جاري شوې بيان مطابق انډين سب ميرين پاکستاني سمندي حدود کښې داخليدو کوشش کولو او پاک بحريه د خپل پيشه ورانه صلاحيت او مسلسل نګرانۍ وروستو د دغه بهارتي ميرين پته لګولې وه آئي ايس پي آر ترمخه مسلسل په دريم ځل د پاک بحريه لانګ رينج پټرول ايئر کرافټ انډين سب ميرين ټارګټ کړې او بهارتي سب ميرين ئې پاکستاني سمندري حدود کښې داخليدو نه منع کړېدې آئي ايس پي آر داهم وئيلي چې دا پيښه پاکستان خلاف دبهارتي سازشونو عکاسي کوي او سيکيورټي خدشاتو لوجې پاک بحريه مسلسل د پاکستان سمندري حدود نګراني کوي