د پاک فوج سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه پيښور کښې د دير کالونۍ بمي چاودني په نتيجه کښې د ژوبل شوو کسانو عيادت کړې

army chief qamar javed bajwa hd

د پاک فوج سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه پيښور کښې د دير کالونۍ بمي چاودني په نتيجه کښې د ژوبل شوو کسانو عيادت کړې،او د هغوي زر تر زره صحتيابئ لپاره ئي دعا غوښتي ده.د پاک فوج سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه د پيښور ليډي ريډنګ هسپتال کښې د دير کالونۍ ديني مدرسي بمي چاودني کښې د ژوبل شوو کسانو تپوس پوښتنه کړي او دهغوي د زر تر زره صحتيابۍ لپاره ئي دعا هم کړي
په دي موقعه ارمي چيف د دي پيښې په سختو ټکو کښې غندنه کړي او وئيلي دي چي د ککړو کسانو خلاف به سخته کاروائي کولے شي،
پاک فوج سر لښکر پيښه کښې د حق رسيدلو کسانو کورنو سره د خواخه خوګۍ څرګندونه هم کړي او د شهيدانو بلند درجاتو دپاره ئي دعا غوښتي ده