د پاک پوځ انجينرانو او د ايف ډبليو او اهلکارو قراقرم هائي وے باندي د لينډ سلائيډنګ ټوله ملبه لري کړي

0
34

د پاک پوځ انجينرانو او د ايف ډبليو او اهلکارو قراقرم هائي وے باندي د لينډ سلائيډنګ ټوله ملبه لري کړي او د تيرو څو ورځو نه بندے لارے ئي کهولاؤ کړيدي ، آئي ايس پي آر وائي چې ډير زر به د دولس ټنه غنمو دري څلويښت ټرکونه ګلګت ته رسولې شي 

د پاک پوځ ترجمان ادارے آئي ايس پي آر له لوري جاري شوي بيانيه کښې وئيلي شويدي چې شاهراه قراقرم باندي د لينډ سلائيډنګ ټوله ملبه اوچته کړي شويده چې ورستو ئي قراقرم هائي وے د ګاډو تګ راتګ لپاره کهولاؤ کړي شويدے
بيانيه کښې مخکښې وئيلي شويدي چې ايف ډبليو او په دوه ځايونو کښې څلور نيم سوه ميټره نوي سړکونه هم جوړ کړېدي 
آئي ايس پي آر دا هم وئيلي چې ډير زر به د دولس ټنه غنمو دري څلويښت ټرکونه هم ګلګت ته رسولې شي ځکه چې د لارے بنديدو په وجه هلته کښې غزائي قلت پيدا شويدے