د پاک پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف پنجاب رينجرز هيدکوارټر دوره کړې

د پاک پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف پنجاب رينجرز هيدکوارټر دوره کړې او د رينجرز ځوانانو او افسرانو آپريشنل تيارو او د دوى د جذبو ستائينه ئې کړېده
آئى ايس پى آر بيان ترمخه رينجرز هيډکواټر ته په راتګ ډى جى رينجرز جنرل عمر فاروق برکى د آرمى چيف جنرل راحيل شريف هرکلې کړېدے
د پوځ سرلښکر د شهيدانو په يادګار حاضرى کړى،د ګلونو څادر ئې پرې خور کړې او د شهيدانو لاس نيوه ئې کړېده
په دې موقع ډى جى رينجرز جنرل عمرفاروق برکى د اهلکارو آپريشنل تيارو په اړه آرمى چيف ته بريفنګ ورکړېدے
جنرل راحيل شريف د رينجرز افسرانو او ځوانانو په آپريشنل تيارو د اطمينان اظهار کړېدے
دغه شان هغه د ورکنګ باونډرۍ او پولو حفاظت لپاره ذمه وارى ترسره کوونکى رينجرز اهلکارو حوصلې او جذباتو ستائينه هم کړېده