د پاک پوځ سر لښکر جنرل راحيل شريف د شمالي وزيرستان دوره کړېده

0
33

د پاک پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف د شمالى وزيرستان دوره کړے چرته چې ورته ضرب عضب آپريشن او کډوالو واپسۍ په اړه بريفنګ ورکړے شوے،آرمى چيف ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د پوځ ځوانانو عزم،حوصله او قربانۍ ستائيلے،وائى چې دهشت ګردى ختميدو پورې به آپريشن جارى وى، جنرل راحيل شريف  د يونس خان سپورټس کمپلکس سنګ بنياد هم ايښودے کوم به چې نهـ مياشتو کښې مکمل کولے شى

د پاک پوځ ترجمان ادارے آئي ايس پي آر له لوري جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې سر لښکر جنرل راحيل شريف د خپلي شمالي وزيرستان دورے په مهال ايجنسۍ ته واپس شوي کډوالو او قبائيلي مشرانو سره ملاقات اوکړو او ورته ئي اوئيل چې تر څو په دلته کښې د بحالۍ او بيا ودانۍ کارونه مکمل شوي نه وي تر هغي د پاک پوځ اهکار په سيمه کښې موجود وي چې په ځواب کښې ئې قبائيلي مشرانو سرلښکر له باور ورکړو چې په يو صورت کښې به هم ترهګر دوباره خپلو سيمو نه پرينږدي 

آرمي چيف ميرانشاه کښې د يونس خان اسپورټس کمپليکس سنګ بنياد کيښودو او په دغه موقع ټيسټ کرکټر يونس خان هم موجود وو

د خپلي دورے دوران سر لښکر جنرل راحيل شريف د ميرانشاه بازار دوره هم اوکړه ځکه چې د ضرب عضب جنګ نه وړاندي دغه بازار د ترهګرو مرکز وو او دا مهال ميرانشاه بازار د لويه سره جوړښت عمل روان دے

آرمي چيف ته د بريفنګ په وخت اوئيلي شو چې د شمالي او جنوبي وزيرستان دوه پنځوس فيصده بے کوره شوي خلق خپلو سيمو ته واپس شويدي او زياته کړې شويده چې د شمالي وزيرستان شپږ ديرش فيصده او د جنوبي وزيرستان نولس فيصده بے کوره شوي خلق خپلو کورونو ته ستانه شويدي

د دغي ورستو سر لښکر جنرل راحيل شريف د پوځي عملياتو په وجه بے کوره خلق په ټاکلي شوي نيټه کښې دننه خپلو کورونو ته واپسۍ هدايت هم جاري کړيدي