د منفرد لهجے شاعرې پروين شاکر د مرګ اويشت کاله پورا شو ولې د مينے محبت او خوشبو نه ډکه د هغې شاعري نن هم د لکونو مينه والو زړونو کښې ژوندے ده،پروين شاکر په شپږويشتم دسمبر يوه ټريفکي پيښه کښې په حق رسيدلي وه
پروين شاکر په څليريشتم نومبر کال دوه زره دوه پنځوستم کښې کراچۍ کښې زيږيدلي وه او هغې د سکول د وختونو نه شاعري کول شروع کړي وو او دې سره سره به ئې په ريډيو علمي او ادبي پروګرامونو کښې هم برخه اخستله پروين شاکر انګريزي ادب کښې ماسټر کړي وو او د مقابلے امتحان پاس کولو وروستو هغې سول سروس جوائن کړي وو خوشبو،محبت او ښځه د پروين شاکر د شاعري موضوعات وو او وخت په وخت ئې مختلف کتابونه شائع کړي وو چې پکښې خوشبو،خودکلامي، انکار،ماه تمام،صدبرګ،کف آئينه نه علاوه محبت او عورت ډير مشهور شوي وو پروين شاکر په شپږويشتم دسمبر اسلام آباد کښې يوه ټريفکي پيښه کښې د دوه څلويښت کالو په عمر کښې په حق رسيدلي وه