د پروېز خټک حلقه کښې د اے اېن پي اميدوار د ووټونو دوباره شمېر لپاره عدالت ته تلے

0
61
د پروېز خټک حلقه کښې د اے اېن پي اميدوار د ووټونو دوباره شمېر لپاره عدالت ته تلے

دخيبر پښتونخوا پخوانى وزيراعلى پرويزخټک دحلقے پى کے يو شپيته په ضد د عوامى نيشنل پارټى اميدوار پرويزاحمد خان د ووټونو دوباره شميرى لپاره رټ دائر کړيدې, رټ کښې اليکشن کميشن ريټرنګ افيسرفريق جوړ کړې شويدى
پيښور هائيکورټ کښې د عوامى نيشنل پارټۍ اميدوار پرويزاحمد خان دپى کے شپيته دوباره شميرى لپاره رټ دائر کړېدې
رټ کښې ليکلے شويدى چې دپى کے يو شپيته نتيجى په وخت د پرويزخټک ووټونه شل زره ښودلے شويدى ولې حقيقت ددى نه په مکمله توګه خلاف دے
رټ کښې دريځ خپل کړې شويدې چې پرويز احمد خان کوم چې دپرويزخټک مد مقابل ووهغوى ته فارم نمبر پنځه څلويښت نه وو ترلاسه شوې
درخواست ګزار په درخواست کښې ليکلى دى چې څلور زره ووټونه د هغه مسترد کړې شويدى او پرويز خټک ته دګټى کاغذات ورکړې شويدى
په رټ کښې اليکشن کميشن او ريټرنګ افسر او دنورو پارټيانو اميدواران فريق جوړ کړې شويدى.