د پشتون تحفظ موومنټ غړې محسن داوړ او علې وزير د هرې پور جيل نه خوشې کړے شوي

د پشتون تحفظ موومنټ غړې محسن داوړ او علې وزير د هرې پور جيل نه خوشې کړے شوي

د پشتون تحفظ موومنټ غړې او قامې اسمبلې اراکين محسن داوړ او علې وزير ضمانت منظوريدو روستو ضابطے کارروائي نه پس د هرې پور جيل نه خوشې کړے شويدي، هغوې د شمالې وزيرستان خړ قمر سيکيورټي چيک پوسټ باندې نښتې نه پس ګرفتار کړے شوي وو
پيښور هائې کورټ د پشتون تحفظ موومنټ غړو او قامې اسمبلې اراکين محسن داوړ او علې وزير لطرفه د ضمانت لپاره دائر درخواستونه منظوره ولو سره د هغو خوشې کولو احکامات جارې کړي وو،
دغه احکامات د پيښور هائې کورټ بنو بينچ جسټس ناصر محمود باندې مشتمل يو کسيزه بينج دلائل مکمليدو روستو جارې کړي وو، ضابطے کارروائي نه پس دواړه د هرې پور جيل نه خوشې کړے شويدي،
ياده دې وې چې شمالې وزيرستان کښې د خړ قمر په سيکيورټې چيک پوسټ مظاهرچيانو او فورسز ترمينځه نښتې نه پس محسن داوړ او علې وزير خلاف مقدمات درج کړے شوي وه او دواړه ګرفتار کړي شوي وو