د پلوامه د حملے نه پس د هندوستان هوش وحواس په ځائے راغلي دي

0
13
د پلوامه د حملے نه پس د هندوستان هوش وحواس په ځائے راغلي دي

د ازاد کشمير صدر سردار معسود خان وئيلي دي چي د پلوامه د حملے نه پس د هندوستان هوش وحواس په ځائے راغلي دي، ولي چي کوم جواب هندوستان ته د پاک فوځ له طرفه ورکړے شو،هغه به دوئي په صدي صدي ياد لري
پيښور پريس کلب کښي د خپلے وينا پرمهال سردار معسود خان وئيلي دي چي هندوستان د پلوامه حملے نه پس په مقبوضه کشمير کښي نور هم ظلمونه شروع کړيدي هلته په بے ګناه خلقو تشدد کول، کورونه سوزول او کاروبارونه تباه کول معمول جوړ شويدے،ولي هندوستان دے داخبره نه هيراوي چي په ظلم چرته هم حکومت نه کيږي او ډير زر به د هندوستان ټول ظلمونه ختم شي
په مقبوضه کشمير کښي نن هم ګمنام شپږ زره قبرونه داسي دي چي په هغوي کښي د کشمير شهيدان پراته دي او د هندوستان فوج د عدالت نه ماورا قتل کړيدي
دوي د اقوام متحده نه هم غوښتنه اوکړه چي بائيد بين الاقوامي برادري نور په کشمير کښي د ظلم نوټس واخلي او هندوستان مجبوره کړي چي کشميريانو ته د خپلے مرضي فيصلے کولو اجازت ورکړي،په دي موقع د پريس کلب صدر سيد بخار شاه باچا او خيبر يونين جنرل سيکرټري محمد نعيم هم د ازاد کشمير د صدر سره موجود وو