د پنجاب ، کے پي انتخاباتو ازخود نوټس په معامله د جسټس يحي آفريدي تفصيلي نوټ جاري

د پنجاب ، کے پي انتخاباتو ازخود نوټس په معامله د جسټس يحي آفريدي تفصيلي نوټ جاري

سپريم کورټ د پنجاب ، کے پي انتخاباتو باندي ازخود نوټس خارج کړو، د جسټس يحي آفريدي تفصيلي نوټ ،په نوټ کښې جسټس يحي آفريدي لکيلي دي چي د انتخاباتو معامله په لاهور او پيښور هائيکورټس کښې زير التوا ده، سپريم کورټ په تير وختونو کښې وئيلي چي کله معامله په هائيکورټ کښې وي نو مداخلت به نه کولي کيږې

د تفصيلاتو مطابق سپريم کورټ د پنجاب او خيبر پختونخوا انتخاباتو په معامله ازخود نوټس خارج کړو، په فيصله کښې ليکلي شوي چي په انتخاباتو کيس کښې فريقينو سياسي موقف کښې تبديلي کوله ، چي سياسي معاملات په عروج باندي وي نو عدالت له مداخلت کولو نه ډډه کول پکار ده ، جسټس يحي آفريدي لکلي چي ازخود نوټس او آئيني درخواستونه ناقابل سماعت دي ، ځان د بنچ برخه کيدو معامله په چيف جسټس باندي پريږدم